د زندان د تيارو شاته
هدايت الله حميدي*
د زندان د تيارو شاته
راغونډ شوي څو كسان دي
هر يو بيله بيله بڼه
په ځانګړې شان ته ژبه
څوك راغلي د ختيځ نه
څوك سهيل او څوك لويديځ نه
ټول يو ځاى را سره ناست دي
د يو ګيلم د پاسه
محبت كې داسې ښكاري
چې دوى غړي د يو ځان دي
نوراني څيرې ځليږي
ته وا ستوري د اسمان دي
عجيبه شان ته الفت دى
دا د دين څنګه وحدت دى
ځينو ژوند د بلډنګ پرېيښى
څوك راغلي د خيمو نه
خو د ټولو يوه ګناه ده
په يوه جرم بنديان دي
د الله په ځمكه باندې
په خورو ورو ملكو كې
دوى قانون د مولا غوښتو
دوى نظام اعلى غوښتو
كوم قانون چې په هغه كې
سپين په تور، تور په سپين باندې
په هيڅ ډول بهتره ندى
مګر صرف په تقوا باندې
په همدې جرم بندي شول
په يوې ډيوې ستي شول
خو شعار يې لا همدا دى
په همدې لاره روان دي
ځكه يو تر بل ځاريږي
ځكه داسې سره ګران دي
بس!
خداى همدلته دوى ته وركړ
د زندان د تيارو شاته
څه چې دوى وو ترينه غوښتي
په ميړانه يې را مات كړ
هغه بت د تفوق چې
دا نړۍ يې كړه مماته